بلینکن: قزاقستان به پۀ سخته رورسي ځواکونه لۀ خپلې خاورې وباسي
بلینکن: قزاقستان به پۀ سخته رورسي ځواکونه لۀ خپلې خاورې وباسي
بلېنکېن، د قزاقستان هغه پرېکړه هم تر پوښتنې لاندې راوستې، چې له مخې یې د حکومت ضد لاریوني ناکرارۍ د ارامولو لپاره له روسیې پوځي مرسته غوښتې ده.
(2022 / 1 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن قزاقستان ته د روسيې په مشرۍ د ټلوالي د ځواکونو پر لېږلو نیوکه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې د قزاقستان حکومت ته به وروسته دا ګرانه وي، چې د روسیې په مشرۍ ټلوالې ځواکونه له خپل هېواده وباسي.
بلینکن ټینګار کړی دی چې دوی د قزاقستان وضعیت له نږدې څاري او ټول هڅوي چې د ستونزې اواري لپاره سوله ییزه او رغنده لار ومومي.
بلېنکېن، د قزاقستان هغه پرېکړه هم تر پوښتنې لاندې راوستې، چې له مخې یې د حکومت ضد لاریوني ناکرارۍ د ارامولو لپاره له روسیې پوځي مرسته غوښتې ده.
اړوند موضوعات:
قزاقستان کې قهرېدلي لاریونوال؛ لۀ نورو هېوادونو د وضعت د کنټرول لپاره سرتېري ورځي
د یادونې ده چې روسیې بیا ویلي چې د سیمه ییزې ټلوالې په چوکاټ کې یې د ځواکونو دا لېږد لنډمهالی دی.