اوچا اداره وايي چې روان کال به افغانستان کې لۀ ۲۲ میلیونو کسانو سره مرستې وکړي 

0
151

اوچا اداره وايي چې روان کال به افغانستان کې لۀ ۲۲ میلیونو کسانو سره مرستې وکړي 

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د دې لپاره چې روان کال وکړای شي له افغانانو سره د خوړو مرسته وکړي، په میاشت کې ۲۲۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

 

(2022 / 1 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په افغانستان کې د دوی بشري مرستې د خلکو اړتیاوو او زیان­ګاللو ته په پام سره خلکو ته رسول کېږي.

ددې ادارې مشرې ایزابیل موسارد کارلسن ویلي، چې د مرستندویو ادارو هدف دا دی څو په ۲۰۲۲م زیږدیز کال کې په افغانستان کې تر ۲۲ میلیونو له ډېرو کسانو سره مرسته وشي.

په داسې حال کې چې ژمی روان دی او ځینې سیمې د سېلابونو له کبله ځپل شوي، په افغانستان کې ګڼ کسان کافي خواړه نه لري.

د اسلامي امارت د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر په یوه ویډیويي پیغام کې له مرستندویو ادارو او هېوادونو غوښتنه وکړه چې افغانان په بشري مرستو کې له یاده ونه باسي.

اړوند موضوعات: 

د جمهوري نظام تر سقوط وروسته ملګرو ملتونو نیږدې ۵ میلیونه افغانانو سره مرستې کړې دي 

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د دې لپاره چې روان کال وکړای شي له افغانانو سره د خوړو مرسته وکړي، په میاشت کې ۲۲۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

Leave a reply