په جمرود کې ځای خلقو لپاره ویړیا میډیکل کیمپ تابیا شوې وه

0
194

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې د آفریدی میډیکل کمپلیکس فاونډیشن له لوري ویړیا میډیکل کیمپ منعقد کړے شوې دې.
دا خدمت به د سختو او طوفاني بارانونو باوجود هم جاري وي، حاجي شاه جهان افریدي.
د افريدي ميډيکل کمپلکس مشر حاجي شاه جهان آفريدي سي سي او او د آفريدي ميډيکل کمپلکس تحصيل پيښور او توده چينه کمر خیل باړه مشر حاجي عبدالمتين افريدي د فري ميډيکل کيمپ دوره اوکړه او ميډيا سره ئي خبرو کښي اوويل چي د شنبې په ورځ د خېبر ضلعې جمرود تحصیل شاه زمان کلی سیمه کې د ملک الحاج تیمور افریدي په حجره کې مو هم مفت میډیکل کیمپ لګولې وو چې ځایی خلقو ته په کور دننه د علاج سهولت په لاس راشي.
نوموړي وويل، چې په وړيا طبي کمپ کې د ۱۵۰ ناروغانو، د وينې د لوړ فشار او نورو ناروغيو معاينه او وړيا درمل ورکړل شول، هغه اوویل چې ددوی اهلکارو په مېړانه خپل خدمتونه ترسره کړل او هوډ يې څرګند کړ، چې د دردېدلي بشريت خدمت ته به دوام ورکوي. په دې لړ کښې د سيمې خلقو د سي اي او شاهجهان آفريدي مننه اوکړه او د هغه د خدماتو په ی په ښو ټکو کې ستاینه وکړه۔ شاه جهان افریدي وویل چې د دې کیمپ هدف خلکو ته د ناروغیو په اړه پوهاپیدا کول دي او دوی ته په کور د علاج اسانتیاوې ورکول هم دي.

Leave a reply