پاکستان د لوړو زدو کړو محکمې زده کوونکو ته لارښوونه کړې ده

باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان د لوړو زده کړو محکمې (ایچ اي سي، هاییر ایجوکیشن کمیشن) په هیواد کې زده کوونکو ته لارښوونه کړې ده چې په غیر رجسټر تعلیمي ادارو کې دې زده کړو لپاره رجسټریشن و نه کړي ځکه چې کومې ادارې دې ادارې سره ثبت نه وي نو دې زده کوونکو لپاره به بیا ستونز رامخې ته کړي.
ایچ اي سي زده کوونکو ته لارښوونه کړې ده چې زده کوونکو د په دې هیواد کې د ماسټر ډګرۍ، ایم فل، او پی ایچ ډي ډګري حاصلولو لپاره په غیر رجسټر کالجونو او پوهنتونونو کې داخله وا نه خلي چې به دوی لپاره ستونزې پیدا کړي. دا پاکستان د لوړو زده کړو اداري له لوري جاري شوي یو بیان کې ویل شوي چې په دې هیواد کې ګنړ شمیر داسې تعلیمي ادارې شته چې د لوړو زده کړو ادارې سره نه دي ثبت شوي.
د لوړو زده کړو اداره وایی چې دا زده کوونکي چې کله بیا خپله ډګري ترلاسه کړي نو د غیر رجسټر ادارو ډګري بیا ایچ اي سي نه تسلیموي او نه ی تصدیق کوي نو دې وجهې زده کوونکي بیا ستونزه سره مخ کیږي او دوی ته لارښوونه شی چې دوی ته داسې تعلیمي ادارو کې لوړې زده کړې و نه کړي.





