باغی ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم د افغانستان څخه پاکستان ته د نشه ی توکو لکه آیس ،هیروین، چرس او افیون قاچاق کې ډیر زیاتوالي راغلې دې.
د پاکستان کسټم محکمې تورخم بارډر چارواکو مطابق پرون په ۷ اووم د جنورې هم د افغانستان نه پاکستان ته د نشه ی توکي چې آیس پکې شامل وو،ونیول شول، د چارواکو مطابق دا آیس نشه ی توکي په ډیر زیات مقدار کې وو چې قاچاق کوونکو غوښتل پاکستان ته ی قاچاق کړي
ددې نه وړاندې هم ۱۵۰ کلوګرام هیروین، دې نه وړاند تر ۴۰۰ کلوګرام زیات چرس او هیروین هم په تورخم کې ونیول شول.
ځایی خلق سوالونه را اوچتوي چې په دومره زیات مقدار کې نشه ی توکي پاکستان ته څو سمګل کوي او دا کوم ځایونو ته رسولې شي، په سوشل میډیا باندې د خیبر پښتونخوا بیلا بیلو سیمو خلقو داسې کمنټس ورکړي چې دا نشه ی توکي او په ځانګړې توګه آیس ډرګ تعلیمي ادارو ته هم سپلایی کولو شي او په رسنیو کې داسې رپوټونه هم شایع شوي دي چې په تعلیمي ادراو کې ډیر ګنړ شمیر زده کوونکو او په عامه ټولنه کې خلق د آیس نشه عادتي شوي دي.
په تورخم پوله سوداګر او د نشه ی توکه په ضد آواز اوچتونکي خلق او ددې ځای ځوانان او لوبغاړي غوښتنه کوي چې په تورخم پوله دې د نشه ی توکو د سمګل په ضد سخته کاروایی وکړي ، دوی غوښتنه کوي چې دې ادارو ته د نشه ی توکو سمګلران معلوم دي نو ددوی په ضد دي قانوني کاروایی وکړي.
په تورخم پوله نشه یی توکو قاچاق زیات شوي: ځایی خلق










Leave a Reply