د ژغورنې نړۍوالې کمېټې خبر ورکړی چې که وضعت همداسې دوام وکړي د یو کال پۀ اوږدو کې به ۹۰ سلنه روغتیایي مرکزونه وتړل شي

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې خبر ورکړی چې که وضعت همداسې دوام وکړي د یو کال پۀ اوږدو کې به ۹۰ سلنه روغتیایي مرکزونه وتړل شي
د دغه کمېټې په اعلامیه کې راغلي چې د روان کال تر پایه ښایي ۹۷ سلنه وګړي په افغانستان کې له بېوزلۍ سره مخ شي نو له همدې امله نړیوالو ته په کار ده چې ددغه هېواد لاسنیوی وکړي.
(2022 / 1 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان روغتیايي سکتور باید وژغورل شي.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې په خپل یوه تازه راپور کې د افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت ته کتنه کړې ده او خبرداری ورکوي چې که وضعیت همداسې دوام کوي او د اقتصادي ځوړتیا مخنیوی و نه شي، نو ددې احتمال شته چې د روان میلادي کال تر پایه تر ۹۰ سلنه پورې روغتیايي مرکزونه وتړل شي.
د دغه کمېټې په اعلامیه کې راغلي چې د روان کال تر پایه ښایي ۹۷ سلنه وګړي په افغانستان کې له بېوزلۍ سره مخ شي نو له همدې امله نړیوالو ته په کار ده چې ددغه هېواد لاسنیوی وکړي.
د ژغورنې نړیواله ډله وایي که د افغانستان روغتیايي سیستم ته زیان اوړي نو میلیونونه وګړي له خطر سره مخ کېدلی شي، چې له همدې امله ددغه برخې د ژغورنې او له افغانستان سره د اقتصادي مرستو ستره اړتیا لیدل کېږي.
اړوند موضوعات:
روغتیا وزارت وايي چې له روغتیایي سکتور سره مرسته د نړیوالو مسوولیت دی
د ژغورنې نړیوالې ډلې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو وړاندیز هم کړی دی.






