په جمرود کې احتجاجي لاریون دوام لري

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرودکې احتجاجي لاریون کوونکو او مظاهره چیانو د جمعې له لمانځه وروسته د تخت بیګ پل په ځاې د پاک افغان لویه لار د هر ډول ټرافیک لپاره بندولو اعلان کړی دې.
په عامو جوماتونو کې هم اعلانونه شوي، مظاهره کوونکي وای چې د شپږ ساعته بجلۍ ورکولو وعده لا هم نه ده پوره شوې. مظاهر کوونکو ګوښ کړې چې د بریښنا هغه پولونه به له منځه یوسي چې نصب شوي دي، هغوی زیاتوي تر اوسه هیڅ مسؤل کس اړیکه نه ده نیولې
د يادونې وړ ده، چې د اوسېدونکو له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د تخت بيګ پله ته څېرمه د برېښنا د پرله پسې لوډشيډنګ په ضد لاريون کړى دې او غوښتنه کوي چې په جمرود کې دې د بجلۍ لوډشیډنګ ختم کړې شي.





