په تورخم پوله یو مزدور ماشوم سخټ ټپي شوې دې

0
174

باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم یو مزدور ماشوم ټرک وهلې او سخت ټپي شوې دې.

د تورخم په پوله یو افغان ماشوم لیاقت چې د صدام ځوې دې د ټرک د ټکر له امله سخت ټپي شوی دی. د سرچینو ترمخه ژوبل افغان مزدور ماشوم د علاج لپاره پاک افغان دوستي هسپتال ته منتقل کړے شو چرته چي ددې ماشوم طبي امداد روان دي۔ د یادونې ده چې په تورخم پوله په سلګونو مزدوري کوونکي ماشومان شتون دي چې د پوله دواړه اړخو ته تګ راتګ کوي، څه سامان پاکستان ته راوړي یا ی افغانستان ته وړي او د خپل خاندان لپاره ډوډۍ ګټي.
د سرچینو مطابق تراوسه پورې ګنړ شمیر ماشومان چې په تنکې جونه هم شاملې دي سختې ټپي شوي او یا مړې شوې هم دي. د سرچینو مطابق دې ماشومان سره په پوله ټاکل شوي اهلکار هم بد سلوک کوي او وهل ټکول هم ورسره کوي.

افغان ماشوم چې نن په تورخم کې ټپي شو

Leave a reply