په ضلع خیبر کې د باران وریدو په وجه ډیر زیان رسیدلې دې

0
134

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود غنډي ابدالخېلو اوسیدونکي د حنيف کوټه نړېدلې چې مالي زيان يې اړولى دي. د سرچینو مطابق په دې پیښه کې ځاني زيان يې نه دې اړولې.

د تفصیلاتو له مخې، د شپې پر مهال د حنیف د خونې دیوال او چت نړېدلی، چې له امله یې د کوټې دننه د کور سامان ته زیان رسیدلې دې. په یوه بله پیښه کې د جمرود بکراباد کښې د باران له وجې د محمد خان په نوم د يو تن د څارووکوټه نړېدلې ده چې پکې ټول څاروي مړه شوي دي. چې څه وخت دا پیښې وشوې نو د ریسکیو 1122 ته خبر ورکړل شو ، د ضلع خیبر ریسکیو ټیم د پیښې ځای ته ورسیدل او د څاروو را ایستل او د لټون عملیات پیل کړي او په کامیابي عملیات ترسره کړل. په باړه تحصیل کې هم د قمبر آباد خيبر سکول سره نزدې د کوټې چت راپريوتو له وجې دوه ماشومان او دوه زنانه سخت ژوبل شوي دي۔
ریسکیو 1122 ته اطلاع ورکولو سره سم د طبي او ډیزاسټر ټیمونه د پیښې ځای ته رسیدلي او ژوبل کسان یې د لومړنیو مرستو وروسته حیات آباد میډیکل کمپلکس ته رسولي دي.

Leave a reply