وزیراعظم عمران خان په لاهور کې په پرمختایی پروژو بشپړه کولو زور ورکړې دې

0
121

باغي ټي وي رپورټ
وزیراعظم عمران خان د پنجاب په مرکزي ښار لاهور کې د زیارت په ورځ په یو مهمه غونډه کې په اړوند چارواکو زور ورکړې دې چې د ایکسپریس په شمول د حکومت له اړخه پیل شوې د ښاري سیمو د پرمختګ پروژې دې زر تر زر بشپړه شي چې ملکو وګړو ته اسانتیاوي او سهولتونه په لاس راشي.

وزيراعظم ووئيل دا د هېواد په تاريخ كښې په اول ځل دے چې د دې نوو پروژو په ذريعه د غير استعمال شوې عامه زمكې په توګه مړه سرمايه د قیمتي جوړولو لپاره په قيمتي اثاثې کې بدله كړې شوه چې عامو خلقو ته ګټه ورسوي.

هغه زیاته کړه: “دا پروژې به نه یوازې د کار زمینه برابره کړي بلکې د مخ پر ودې ښاري نفوس او آبادۍ اړتیاوې به هم پوره کړي.”
د اې پي پي رپورټ مطابق ددې وړاندې وزيراعظم ته بريفنګ ورکړے شو چې سي بي ډي په لاهور ښار کې د 07 مخلوط استعمال تجارتي پلاټونو د نیلامۍ له لارې د عوایدو تولید پلان کړی دی؛ د برج الجناح جوړول، د پاکستان تر ټولو لوړ اسماني ودانۍ؛ په باب پاکستان کې د دوو غوره استوګنیزو برجونو او 500 بستریز روغتون جوړول؛ د CBD مربع او والټن روډ فلای اوور جوړول؛ او د والټن هوایی ډګر لپاره د کلاسیک هوایی چلند میوزیم جوړول شامل دی.
د دې نه علاوه د راوي سيند واټر فرنټ ډيولپمنټ، د صنعتي املاکو جوړول؛. او د سافیر خلیج او راوي چهار باغ ټولنې پراختیا پرمختيايي کارونه په ډیر چټکې سره روان دي.

وزيراعظم ته دا هم وئيل شوي چې د ميډيا په ذريعه د پوهاوي موثره كمپائن پېل كړې شوې دې چې په دې تاريخي پروژو كښې د ځايي او بهرنۍ سرمايه كارۍ له لارې زياته سرمایه ترلاسه شي.

Leave a reply