په یمن کې د عرب اتحاد جنګي الوتکو بمباري کړې، د حوثي باغیانو ورکشاپ ی تباه کړې

0
110

باغي ټي وي رپورټ
په رسنیو کې د چاپ یو رپورټ ترمخه د عرب اتحاد جنګي الوتکو په یمن کې د حوثي باغیانو په ځایونه او ورکشاپونو بمباري کړې ده ، رپورټونه وایی چې په دې بمبارۍ کې ی د حوثي باغیانو مورچې د منځه وړي دي.
دا بیان او اعلان چې د حوثي باغیانو په مورچو بمباري شوې ، په یمن کې د آیني حکومت د عرب اتحاد کړې دې چې په یمن صنعا کي ی د حوثي باغیانو په مورچو بمباري کړې ده.
په بیان کې ویل شوي دي چې په دې بمبارۍ کې د حوثي باغیانو هغه ورکشاپونه تباه کړۍ شوي دي چې په دې ځای کې به ی ډرون الوتکې جوړولې او په دې الوتکو کې به ی چاودیدونکي مواد کیښودل چې بیا په سعودی عرب د برید لپاره به کارول کیدل. د رپورټ مطابق د ډرون الوتکو د جوړولو دغه ځای ی د منځه وړې دې.
د یادونې ده چې حوثي باغیان وخت وخت په سعودي عرب راکټي بریدونو کوي ، تراوسه پورې د حوثي باغیانو له لوري یو شمیر راکټي بریدونه شوي او یو شمیر د سعودی عرب له لوري شنډ کړې شوي دي.

Leave a reply