د پاکستان صدر یو ځل بیا د کورونا په مرض اخته شوې دې

0
143

باغی ټي وي رپورټ
صدر پاکستان ډاکټر عارف علوي ي یو ځل بیا د کرونا په مرض اخته شوی دی. نوموړی تر دې مخکې د ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې په کرونا مرض اخته شوی وو چې بیا روسته صحمتند شو.
د تفصيلاتو ترمخه د دې خبرې تصديق ډاکټر عارف علوي په خپله کړې دې چې د زيارت په ورځ ی په خپل ټويټر اکاونټ يو پېغام کې ویلي دي، هغه لیکلي، “او کله چې زه ناروغ یم، نو هغه ماله شفا راکوي.”
د پاکستان اولس مشر وايي، له تېرو څلورو یا پنځو ورځو راهیسې د ستوني درد لري، خو وضعیت یې ورځ تر بله ښه کېږي. هغه زياته کړې ده چې دوه شپې وړاندې يې د څو ساعتونو لپاره تبه وه، خو تر اوسه يې کومه بله نښې نه ده ليدل شوې. ولسمشر عارف علوي له خلکو وغوښتل د کورونان څخه د بچکیدلو لپاره دې ډیر احتیاط وکړي او په ایس او پي د عمل وکړي چې د کورنا ناروغۍ څخه وژغورل شي.

Leave a reply