پاکستان کې ۱۴ څورلس لکه افغان کډوال رجسټر شو

0
260

باغی ټي وي رپورټ
ملګري ملتونو د نړۍ مهاجرینولپاره ادارې یو این ایچ سي آر په یو بیان کې ویلي دي چې پاکستان په کامیابۍ سره د ۱۴ لکه افغان وګړو رجسټریشن په پاکستان کې مکمل کړې دی.

په بیان کې ویل شوي دي چې پاکستان دا رجسټریشن په لومړي ځل افغان مهاجرینو ته د سمارټ کارډ په جاري کول مکمل کړې دې. په رسنیو کې د چاپ رپورټ مطابق یو این ایچ سي آر په نړۍ هم زور ورکړې دې چې د ایران سره دې هم مرستې وکړي چې په کال ۲۰۲۱ کې ی تر ۵ لکه پورې افغان مهاجرینو ته په دې هیواد کې ځای ورکړې دې.
د این این آیی رسنې رپورټ مطابق پاکستان د ۱۴ لکه افغان وګړو د ثبت کولو او د تصدیق کولو عمل پوره کړې دې چې په دې کې ۵ کلن تر ۲ لکه زیات ماشومان هم شامل دي.
د رپورټ مطابق د ملګري ملتونو ادارې یو این ایچ سي آر افغان مهاجرینو ته د سمارټ کارډ په جاري کول او ددوی د رجسټریشن او تصدیق عمل په ښه توګه ترسره کولو باندې د پاکستان حکومت ستاینه کړې ده.

Leave a reply