په خیبر پاس احتجاج کوونکو سره چارواکو خبرې کړي

0
148

باغي ټي وي رپورټ
ایډيشنل اسسټنټ کمشنر جمرود عبدالقيوم تخت بيګ سره نزدې د تورخېل احتجاجي کيمپ ته رسيدلي، د کيمپ له ګډونوالو سره يې خبرې کړي

ايډيشنل اسسټنټ کمشنر جمرود عبدالقيوم په تورخېل کيمپ کې د جمرود ټاون ون چيئرمېن شهاب الدين، ګل محمد، کونسلر ټاون حاجي يار باز او نورو ګډونوالو سره د خبرو پر مهال د مسلې د هواري لپاره د وخت غوښتنه وکړه، خو تورخېل قوم انکار وکړ او د اسسټنټ کمشنر عبدالقيوم نه يې پوښتنه وکړه چې څومره دي. څو ځله مو د ضلعې انتظامیې افسرانو ته وخت ورکړ خو هیڅ مو غوږ ونه ګراوه او وروسته به د تورخیل ولس د جمرود د ضلعې ادارې اطاعت کوي.
ياده دي وي چي تورخيل قام د تيرو شپږو ورځو راهسي د تحصیل جمرود تخت بيګ پل سره نزدې د بجلئ لوډشيډنګ ختمولو لپاره د جلا فيډر لګولو لپاره احتجاجي کيمپ لګولي دې.

Leave a reply