امریکا لا هم هغه پوځیان لۀ دندو ګوښه کوي چې پۀ عراق او افغانستان کې پر ماموریت نیوکې کوي

0
87

امریکا لا هم هغه پوځیان لۀ دندو ګوښه کوي چې پۀ عراق او افغانستان کې پر ماموریت نیوکې کوي

د دۀ  په وینا تمه یې لرله چې ګڼ پوځیان به یې له دريځ ملاتړ وکړي خو داسې ښکاري چې دی یوازې پاتې شوی دی. هغه زیاته کړې پنټاګون هر هغه څوک جزايي کوي چې په عراق او افغانستان کې د امریکا پر ماموریت نیوکه کوي.

 

(2021 / 1 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

امریکا د هغو پوځیانو جزايي کولو ته ادامه ورکړې چې په افغانستان او عراق کې د امریکا پر ماموریت نیوکې کوي.

واشنګټن ایګزماینر له هغه لوړپوړي پوځي سره تازه مرکه کړې چې په وروستیو کې د پنټاګون له لوري پوځ ته د سپکاوي په تور له دندې ګوښه شوی او جزايي شوی دی.

سټېوراټ شېلر وايي د امریکا پوځ له سترو نیمګړتیاوو سره مخ دی او ددې پر ځای چې دغه ستونزې حل شي دوی نیوکي کوونکي کسان جزايي کوي.

اړوند موضوعات: 

 د افغانستان د تخلیې پر ماموریت امریکايي سرتېري د نیوکې پر صورت لۀ دندو ګوښه کېږي 

د دۀ  په وینا تمه یې لرله چې ګڼ پوځیان به یې له دريځ ملاتړ وکړي خو داسې ښکاري چې دی یوازې پاتې شوی دی. هغه زیاته کړې پنټاګون هر هغه څوک جزايي کوي چې په عراق او افغانستان کې د امریکا پر ماموریت نیوکه کوي.

شېلر په وروستیو کې د تخلیې ماموریت له شرمه ډک بللی و او په خبره یې په دې ماموریت کې یې خپل ګڼ ملګري له لاسه ورکړي او ملامتیا یې هم د امریکايي پوځ پر مشرتابه او اوسنۍ اداره اچوي.

Leave a reply