د .ا.ا.ا وايی چې د طبعي پېښو لپاره بشپړ چمتووالی لرو 

0
92

د .ا.ا.ا وايی چې د طبعي پېښو لپاره بشپړ چمتووالی لرو 

یاد وزارت همدا راز وایي چې دوی بشړ چمتووالی لري خو تر څنګ یې له مرستندویه موسسو هم غواړي چې له افغانانو سره په دې سختو شرایطو کې مرستې وکړي او له خلکو یې هم غوښتي چې خپل اړین تدابیر ولري او له یو بل سره له شته امکاناتو په استفادې مرسته وکړي.

(2022 / 1 / 5  نېټه باغي ټلویزبون)

بشپړ راپور 

حکومت وايي دوی د طبیعي پېښو پر وړاندې بشپړ تیاری لري او له خلکو سره د مرستو لپاره یې سیمه ییزو ادارو ته اړینې لارښوونې کړې دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په برخه کې د دولت وزارت چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د سختو ورښتونو او سخت ژمي وړاندوینه شوې ده نو دوی له اړتیا سره سم ټولو ولایتونو ته مرستې او اړین توکي لېږلي دي.

سرچینه وايي له اړمنو سره به پر وخت مرستې کوي او همدا راز به پر وخت د بندو لارو د خلاصولو او سړکونو د پاکولو لپاره اقدام کېږي.

Leave a reply