د افغانستان د تخلیې پر ماموریت امریکايي سرتېري د نیوکې پر صورت لۀ دندو ګوښه کېږي 

0
240

د افغانستان د تخلیې پر ماموریت امریکايي سرتېري د نیوکې پر صورت لۀ دندو ګوښه کېږي 

امریکايي نظامي او د سمندري ځواک غړي سټوراټ شېلر وایي څو ورځې کېږي چې د پنټاګون له لوري تر اوولس کاله نظامي ماموریت وروسته ګوښه کړل شوی او د تقاعد له امتیازاتو بې برخې ګڼل شوی دی.

 

(2021 / 12 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا هغه پوځیان له دندو ګوښه کړي، چې د سرتېرو د ایستلو په تړاو یې پر امریکايي حکومت نیوکې کړې دي.

امریکایي رسنۍ وایي چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو او تخلیې پر ماموریت پراخې نیوکې شته دي چې تر ډېره دغه نیوکې د امریکا ددفاع وزارت پوځیان او جنرالان کوي.

سرچینه وایي په وروستیو کې داسې موارد تر سترګو شوي چې پر دې بهیر نیوکه کوونکي امریکايي نظامیان له دندو ګوښه شوي دي.

امریکايي نظامي او د سمندري ځواک غړي سټوراټ شېلر وایي څو ورځې کېږي چې د پنټاګون له لوري تر اوولس کاله نظامي ماموریت وروسته ګوښه کړل شوی او د تقاعد له امتیازاتو بې برخې ګڼل شوی دی.

دی وایي د تخلیې پر ماموریت یې ځکه نیوکه کوله، چې په وروستیو کې ګڼ امریکایي سرتېري پکې ووژل شول او امریکايي حکومت ټولې نړۍ ته رسوا شو.

اړوند موضوعات: 

ګارډین: برېټانیا ښايي هغه پلان لغوه کړي چې لۀ مخې یې لۀ خطر سره مه افغانان لۀ افغانستان څخه ایستل 

هغه زیاته کړې چې په پېښه کې ځینې وژل شوي پوځیان یې نږدې ملګري وو.

Leave a reply