د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی ځانګړې استازې د وانا پریس کلب صدر ظفر وزیر ته ټیلیفون کړې دې

0
202

باغی ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو او عامو اړيکو لپاره د خېبرپښتونخوا د وزيراعلي محمود خان خاص مرستيال بيرسټر محمد علي سيف د وانا ضلعې پريس کلب صدر ظفر وزير سره په ټيليفون خبرې کړي دي. ځانګړي استازي نوي ټاکل شوي د وانا پریس کلب صدر ظفر وزیر ته مبارکي ورکړه.

په دې موقع بيرسټر محمد علي سيف ووئيل چې د قبائيلي ضلعو او په خاصه توګه د وزيرستان خبريالانو په ډېرو سختو حالاتو کښې خپل مسلکي وظيفې سرته رسولي دي، هغوی د وزیرستان د خبریالانو د قربانیو ستاینه وکړه ، وې ویل چې د هېواد او ولس لپاره د هغوي خدمات له هيچا پټ نه دي. ځانګړي مرستیال ډاډ ورکړو چې د خبریالانو ستونزې به د لومړیتوب له مخې د هوارولو لپاره عملي هلې ځلې وکړو.

Leave a reply