په هند کې د هندي فوځونو په کشمیریانو ظلم او زیاتې دوام لري

0
61

باغی ټي وي رپورټ
نن په ناقانونه توګه د هندي فوځ له اړخه په قبضه شوي جمو کشمیر کې د هندي فوځ له اړخه لګول شوې کرفیو(ګرځبندیز) ۸۸۴ ورځ ده، د ۱۲ ملیونه کشمیري مسلمانان په کورونو کې زنداني شوي دي.

د سرینګر څخه چاپ شوي په یو رپورټ کې وایی چې د هندي فوځ له لوري په ډزو کې دوه نور کشمیري ځوانان شهیدان کړي دي، د رسنیو په دې رپورټ کې زیاتوي چې د هند حکومت له اړخه هغه ۱۶۸ مسلمانان پولیس افسران چې د پولیس په محکمه کې کار کوي، د هند حکومت له اړخه ددې پولیس افسران د لرې کولو پلان او تیارۍ روان دې.
د کشمیر میډیا سروس یو رپورټ مطابق د هندي فوځ له اړخه د سرینګر په هارون سیمه کې د پلټنو او عملیات ترڅنګ دوه کشمیري ځوانان د هند فوځ له لوري په ډزو شهیدان کړې شول.

Leave a reply