د ا.ا کابینې یو پلاوی ټاکلی چې د زندانونو څېړنه وکړي 

0
105

د ا.ا کابینې یو پلاوی ټاکلی چې د زندانونو څېړنه وکړي 

د یادونې ده چې واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم ټول زندانونه مات شول او پکې زنداني کسان ټول وتښتېدل خو اوس ویل کېږي چې هره ورځ په لسګونو کسان د بیلابیلو جرمونو په تور نیول کېږي او زندانونو ته اچول کېږي.

 

(2022 / 1 / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي چې نن د کابینې په غونډه کې یو پلاوي ته دنده سپارل شوې ده چې د زندانونو څېړنه وکړي.

د نوموړي په خبره، یاد پلاوی به د ا.ا په زندانونو او توقیف خونو کې د هغو کسانو څېړنه وکړي چې بې ګناه نیول شوي او په زندانونو کې پراته دي.

سمنګاني زیاته کړې ده چې د یاد پلاوي مشري د سترې محکمې مرستیال عبدالمالک کوي او دغه پلاوی به د دې صلاحیت ولري چې د بې ګناه زندانیانو د خلاصون په اړه بېړنۍ پرېکړه وکړي.

اړوند موضوعات: 

طالبان حکم رهایی ۲۱۲ زندانی را صادر کرد

د یادونې ده چې واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم ټول زندانونه مات شول او پکې زنداني کسان ټول وتښتېدل خو اوس ویل کېږي چې هره ورځ په لسګونو کسان د بیلابیلو جرمونو په تور نیول کېږي او زندانونو ته اچول کېږي.

Leave a reply