د قاسم سلیماني لومړی تلین؛ ایران وایي غچ یې اخلو 

0
281

د قاسم سلیماني لومړی تلین؛ ایران وایي غچ یې اخلو 

رییسي ټینګار کړی دی چې سلیماني د ایراني وګړو په زړونو کې ځای لري او چې هر څومره وخت تېر شي د هیڅ ایراني له زړه به د هغه یادونه پاک نه شي او د نوموړي د غچ اخیستنې اور به یې په زړه کې تازه وي.

 

(2022 / 1 / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د ایراني پوځ د نیابتي جګړو د یو مخکښ مشر قاسم سلیماني د وژل کېدو د دویم تلین په پار جوړو شویو مراسمو ته په خبرو کې ویلي چې که چېرته د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سلیماني د قتل په جرم محاکمه نه شي نو ایران به د نوموړي د قتل غچ خامخا له امریکا څخه واخلي.

رییسي ټینګار کړی دی چې سلیماني د ایراني وګړو په زړونو کې ځای لري او چې هر څومره وخت تېر شي د هیڅ ایراني له زړه به د هغه یادونه پاک نه شي او د نوموړي د غچ اخیستنې اور به یې په زړه کې تازه وي.

د یادونې ده چې د ایران د قدس ځواکونو قومندان جنرال قاسم سلیماني د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنوري میاشتې په ۳مه په عراق کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

Leave a reply