د ا.ا.ا ځواکونو د پکتیا ولایت کې دوه کسه پاکستان ته د وسلو د قاچاق پۀ تور نیولي دي
د ا.ا.ا ځواکونو د پکتیا ولایت کې دوه کسه پاکستان ته د وسلو د قاچاق پۀ تور نیولي دي
چارواکو د نیول شویو قاچاقبرانو هویت نه دی په ډاګه کړی خو زیاته کړې یې ده چې ا.ا د هر ډول غیر قانوني قاچاق پر وړاندې جدي دی او ټینګار کوي چې له نیول شویو کسانو سره به تر ټولو سخت قانوني چلند وشي.
(2022 / 1 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پکیتا ولایت سیمه ییزو امنیتي ځواکونو ویلي، چې په یاد ولایت کې یې څلور کسان د وسلو د قاچاق په جرم نیولي دي.
د چارواکو په خبره، دا کسان یې د دغه ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له درې ام-۱۶ وسلو سره یو ځای نیولي دي. د راپورونو له مخې، څه موده مخکې هم په دغه ولایت کې پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور څو کسان نیول شوي دي.
اړوند موضوعات:
امنیتي ځواکونو یو ځل بیا پکتیکا ولایت کې پاکستان ته قاچاق کوونکې سلګونه میله سلا نیولې ده
چارواکو د نیول شویو قاچاقبرانو هویت نه دی په ډاګه کړی خو زیاته کړې یې ده چې ا.ا د هر ډول غیر قانوني قاچاق پر وړاندې جدي دی او ټینګار کوي چې له نیول شویو کسانو سره به تر ټولو سخت قانوني چلند وشي.