امنیتي ځواکونو یو ځل بیا پکتیکا ولایت کې پاکستان ته قاچاق کوونکې سلګونه میله سلا نیولې ده
امنیتي ځواکونو یو ځل بیا پکتیکا ولایت کې پاکستان ته قاچاق کوونکې سلګونه میله سلا نیولې ده
د پکتیکا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دوی ځواکونو د دوشنبې په ورځ د پاکستان پېښور ښار ته د قاچاق پر مهال لسګونه میله وسلې کشف کړې.
د پکتيکا ولايت مقام څخه په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي دي چې د انګورو اډې په سيمه کې يې ۳۸ ميله بېلابېل ډوله وسلې نيولي او يو تن يې نيولی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، «دغه وسلې په یوه ډاټسن ډوله موټر کې چې پیاز لېږدوي لېږدول ځای پر ځای شوې وې او خیبر پښتونخوا ته قاچاق کېدلې. »
په همدې حال کې نړیوالې ټولنې اندېښنه ښودلې چې له افغانستان څخه ګاونډیو هېوادونو ته وسلې قاچاق کېږي.
اړوند موضوعات:
کورنیو چارو وزارت هغه ګونګوسې رد کړې چې ګواکې د ا.ا.ا لۀ امریکا پاتې نظامي تجهیزات پۀ پاکستان پلوري
په همدې حال کې د ا.ا.ا د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي ویلي چې دوی به اجازه ورنکړي چې یوه مرمۍ هم بهر ته ولېږدول شي.
هغه په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، “موږ یو ځواکمن پوځ ته اړتیا لرو او تجهیزاتو ته اړتیا لرو او اجازه به ورنه کړو چې له افغانستان څخه وسلې ووځي.”
طالبانو په پرله پسې ډول پر پاکستان د امریکا د وسلو د پلور راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د وسلو پلور سیاسي تبلیغات دي.