د کورنۍ الوتنو په ګډون هره ورځ د کابل له هوايي ډګره ۲۰ الوتنې کېږي
د کورنۍ الوتنو په ګډون هره ورځ د کابل له هوايي ډګره ۲۰ الوتنې کېږي
د ملکي هوایي چلند د ادارې ویاند امام الدین احمدي رسنیو ته وویل چې په دې وروستیو کې بهر ته الوتنې عادي حالت ته ګرځیدلي دي.
(2022 / 1 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان اسلامي امارت د ملکي هوایي چلند اداره وایي، په ورځني ډول د کابل له هوایي ډګره ۲۰ الوتنې ترسره کېږي چې له ډلې یې ۳ کورنۍ او پاتې ۱۷ یې بهرنۍ الوتنې دي.
د ملکي هوایي چلند د ادارې ویاند امام الدین احمدي رسنیو ته وویل چې په دې وروستیو کې بهر ته الوتنې عادي حالت ته ګرځیدلي دي.
د احمدي په وینا په بهرنیو الوتنو کې ډېرې چین، پاکستان، ترکیې او دوبۍ ته کېږي چې له هرې بهرنۍ الوتنې څخه له ۶ تر ۷ زرو امریکایي ډالرو عاید ترلاسه کېږي.