په ضلع خیبر کې د پولیو مهم , ډي سي په دفتر کې مهمه غونډه شوې ده

0
142

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر ډي سي دفتر کې د راروان پولیو په ضد کمپاین په تړه یوه مهمه غونډه وشوه
غونډه د ډپټي کمشنر ارشد منصور په مشرۍ کې ترسره شوه ، په غونډه کې د بیلا بیلو محکمو افسرانو او نورو نمایندګانو ګډون وکړو.
په غونډه کې د راروان پولیو کمپاین لپاره په تګلارو او نورو اړوند ستونزو ټینکار وشو.
په خېبر ضلع کې د پوليو ضد اووه ورځنې مهم به د جنورۍ په 24مه نېټه پېل کېږي او د جنورۍ تر 30مې نېټې پورې به دوام ولري.ډپټي کمشنر خېبر منصور ارشد ټولو اسټيکل هولډرانو ته ضروري هدايات جاري کړي چې د پوليو ضد کمپاين لپاره د ټيمونو تربيت لپاره دې خاصه پاملرنه وشي.
د غونډي او کمپاین لپاره د چمتوالي په موخه د پولیو ضد کمپاین په ترڅ کې د انکاري مور پلار په قانع کولو او د پولیو په اړه د منفي خبرونو د له منځه وړلو لپاره هم لارښودنه وشوه چې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي

Leave a reply