د خوګا خیل قوم احتجاجي لاریون دوام لري

خوګا خیل قوم مشران تورخم سره نزدې په یو سرنګ کې راټول شوي دي
باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کې دخوګا خیل قوم مشرانو او خلقو د اين ايل سي چارواکو په خلاف احتجاجي مظاهره جاري ده.
د خوګا خیل قوم مشران او خلک د لنډي کوتل او تورخم پوله سره نزدې یو لوی سرنګ کې راجمع شوي دي.
د خوګا خیل قوم مشرانو او اوسېدونکو په لنډي کوتل کې د پیښور او تورخم په لويه لار د NLC د چارواکو په ضد د لاريون دوام لری او دوی وایی چې تر هغه به لاريون ته دوام ورکړي، څو چې د تورخم پر پوله د NLC ټرمينل د جوړېدو چارې نه وي بندې شوې او ټولې غوښتنې يې نه وي منل شوې.
د این ایل سی ویاند له اړخه جاري شوی یو بیان کې وایی چې دوی خوګا خیل قوم مشرانو سره معاهده کړې ده او هیڅ کومه غیرقانوني قبضه ی نه ده کړې.






