پنجاب کې د باجوړ ضلعې غریبه دوکاندارانو دوکانونه اوسوځول شول

0
144

باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب په ګجرات ضلعې کښې تيره شپه نامعلومه کسانو د باجوړ د مسافرو مزدورانو لنډا بازار ته اور ورته کړے دې، دوکانونه ی په مکمله توګه تباه کړے شوې دي.

د سرچینو مطابق په دې بازار کې تر دېرشو زيات دوکانونه وو چې پکې ددې غریب د باجوړ ضلع دوکاندارانو مزدوري کوله او د خپل خاندان لپاره به ی روزي ګټله.
سوداګرو او د قبایلي سیمو مشرانو اړوند چارواکو څخه غوښتنه کړې ده چې د متاثره دوکاندارانو سره دې پوره پوره مالي مرسته وشي او د دوکانونو په سوځولو کې ککړ کسانو ته دې سزا ورکړې شي.

Leave a reply