په جمرود کې نن څلورمه ورځ هم د ځایی خلقو احتجاج دوام لري

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې نن ۴ څلورمه ورځ ده چې د ځای خلقو احتجاج دوام لري، مظاهرچیان له عوامي استازو څخه ناراضه او نا امیده شوي او منظور پشتین ته ی د راتلو بلنه ورکړې ده.
د جمرود تحصیل تخته بیګ پل سره نزدې د غړیزې اوسیدونکو د بجلۍ د نشتوالي په ضد احتجاج نن څلورمه ورځ هم دوام لري، منتخب نمائندګانو، اے سی جمرود او ډي سي خیبر تر اوسه رابطه نه ده کړي.
د یو ځایی خبریال مطابق مظاهره کوونکو منظور پشتین ته دعوت ورکړې دې چې دلته دې راشي.






