خوګا خیل قوم مشرانو نن بیا د پیښور او تورخم لویه لار تړلې ده

د صوبای اسمبلۍ غړې شفیق شیر آفریدي احتجاج کوونکو ته وینا کوي
باغی ټي وي رپورټ
د لنډي کوتل خوګا خيل قوم مشرانو او خلقو د تورخم بارډر اين ايل سي چارواکو په ضد احتجاجي مظاهره کولو په موقع پاک افغان لويه لار د هر قسمه ټریفک لپاره بنده کړله او په لار ی لاریون پیل کړې دې.
ايم پي اے شفيق شير آفريدي په تورخم پوله د این ایل سي مشرانو سره په تورخم ټرمینل د کار بندولو په لړ کې تورخم ته تللې دې چې د این ایل سي مشرانو سره خبرې وکړي.
په دې موقع ایم پي اې شفیق شیر آفریدي اوویل چي که چري اين ايل سي چارواکو د تورخم بارډر ټرمينل باندې تعميراتي کار بند نه کړي او د خوګا خيل قوم ټولي غوښتنې ئي ونه منل شي نو پاک افغان لويه لار به تړلې وي.





