ملتان کې د روس هیواد یوې جینۍ د هوټل کمرې نه را ټوپ کړي دي

0
200

باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب په ملتان ښار په یوه شخصي هوټل کې یوې روسۍ جینۍ د هوټل د کمرې څخه راټوپ وهلي دي.

په رسنیو کې چاپ د یو رپورټ مطابق، دپوليسو ترمخه روسۍ ميرمن اکريستيا د سانګله هل څخه ديو ځوان سره د ليدو لپاره پاکستان ته راغلې وه ، رپورټ مطابق د سانګله هل اوسيدونکى عبدالله او دغه ميرمن په دوبۍ کې يو ځاي اوسيدل. پوليس وايي، عبدالله دغه ښځه په دوبۍ کې پرېښوده او پاکستان ته ترې راغلو. د رپورټ مطابق دا ښځه يې د لټون لپاره پاکستان ته راغلې وه او کله يې چې ونه موندل نو خفه شوه او د هوټل له کړکۍ يې ټوپ کړ، د رپورټ مطابق روسې جینې ټپي شوې ده.

Leave a reply