پي ایم این ایل د میډیا د بلیک میل کولو ډیره لویه تجربه لري: فرخ حبیب

0
113

باغی ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فرخ حبيب د نهې په ورځ وئيلي دي چې مسلم ليګ (ن) د ميډيا د ازادۍ د بليک ميل کولو او کنټرولولو پراخه تجربه لري او په دې څیزونو کې دوی ډیر ماهران دي.

يو شخصي خبري چينل سره خبرو کې ده د مريم نواز او د اطلاعاتو او خپرونو پخواني وفاقي وزير پرويز رشيد د سينئر خبريالانو او د بيلا بيلو ميډيا هاوسز اينکرپرسن سره د ټيلي فوني خبرو اترو د آډيو ليکس غندنه کړې ده.
د اې پي پي رپورټ مطابق ده ووئيل مسلم ليګ (ن) تل ميډيا تر فشار لاندې ساتلې چې د خپلو شخصي مفاداتو لپاره استعمال كړي۔ ديوې پوښتنې په ځواب کې فرخ حبيب وويل مسلم ليگ(ن) همېشه دميډيا د ازادۍ مخه نيولې ده چې په تيرو وختونو کې يې دهغوي په ضد خبرې کړي دي. وزیر وویل چې دې آډیو دا په ډاګه کړه چې دوی څنګه د رسنیو د ازادۍ د کنټرول لپاره چلونه ترسره کول.

Leave a reply