ایران پر طالبانو د نظام د جوړښت لپاره غږ کړی چې دیني ولسواکۍ ته پام وکړي

0
190

ایران پر طالبانو د نظام د جوړښت لپاره غږ کړی چې دیني ولسواکۍ ته پام وکړي

هغه دغه راز ویلي چې د ټولې سیمې هېوادونه به هغه وخت طالبان په رسمیت وپېژني کله چې افغانستان کې ټولشموله نظام رامنځته او ټول اقوام خپل ځان د دغه هېواد په نوي نظام کې وویني.

 

(2022 / 1 / 3  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایران یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د نظام جوړونې لپاره طالبان باید له دیني ولسواکي کار واخلي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده ویلي چې دیني ولسواکي په افغانستان کې د نظام لپاره بهترینه نسخه ده او د ا.ا سرپرست حکومت ورڅخه ښه ګټه اخیستلی شي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې تهران به تر هغه وخته پورې طالبان په رسمیت ونه پېژني څو پورې یې چې ټولشموله دولت نه وي رامنځته کړی.

اړوند موضوعات: 

وزارت خارجه ایران خواستار ایجاد حکومت همه‌شمول در یمن شد

هغه دغه راز ویلي چې د ټولې سیمې هېوادونه به هغه وخت طالبان په رسمیت وپېژني کله چې افغانستان کې ټولشموله نظام رامنځته او ټول اقوام خپل ځان د دغه هېواد په نوي نظام کې وویني.

Leave a reply