روسي سوداګرو د افغانستان پر تېلو او ګازو د پانګونې ژمنه کړې ده

روسي سوداګرو د افغانستان پر تېلو او ګازو د پانګونې ژمنه کړې ده
افغانستان د تېلو او ګازو پرېمانه منابع لري خو د اوږدو جګړو له امله ددغه سرچینو استخراج ته زمینه نه ده برابره شوې او نوی حکومت په دې برخو کې د پانګونې د جذب په لټه کې دی.
(2022 / 1 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د راپورونو له مخې د رییس الوزار مرستیال عبدالسلام حنیفي د روسي او افغان سوداګرو له ګډ پلاوي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو او په دې برخه کې پر اسانتیا خبرې شوې دي.
د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې په دې لیدنه کې روسي پانګه والو په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی.
د دۀ په خبره دوی دې ته خوشبیني ښوودلې چې په افغانستان کې د تېلو او ګازو پر استخراج پانګونه وکړي.
اړوند موضوعات:
طالبانو لۀ سترو نړۍوالو شرکتونو غوښتي چې افغانستان کې پانګونه وکړي
افغانستان د تېلو او ګازو پرېمانه منابع لري خو د اوږدو جګړو له امله ددغه سرچینو استخراج ته زمینه نه ده برابره شوې او نوی حکومت په دې برخو کې د پانګونې د جذب په لټه کې دی.






