په تورخم پوله کسټم محکمې نشه ی توکي نیولي

0
164

باغی ټي وي رپورټ
د کسټم محکمې اهلکارو د خیبر تورخم پولې ته څېرمه له یوې لارۍ څخه ۵۲ کیلو ګرامه آیس او په زیات مقدار کې هیروئین برآمد کړي دي. د ګمرک چارواکي وايي، چې په نړيوال بازار کې د نشه يي توکو بيه له ٥٢ کروړه افغانيو څخه زياته ده، دغه عمليات يو له څو لويو عملياتو څخه دى.

د پيښور د سټم کلکټر امجد الرحمان په وینا د ګمرک چارواکو ته داسې اطلاع ترلاسه شوې وه چې په خالي ټرانزیټ کانټینرونو کې به د افغانستان نه پاکستان ته په زیاته اندازه مخدره مواد قاچاق کیږي. د اطلاعاتو په رڼا کې د ايډيشنل کلکټر محمد طيب په مشرۍ يوه ځانګړې ډله جوړه شوې وه. اډيشنل کلکټر محمد طيب د لنډي کوتل مچني پوستې سره نزدې سيمه کلابنده کړې او د ګاړي نمبر 1586 DMR د خالي ترانزيټ کانټينر پلټنه يې وکړه او د لارۍ له پټو ځایونو څخه يې 52 کيلو ګرامه آيس او هيروين ترلاسه کړل.
د ګمرک چارواکو د موټر چلوونکی له موټر سره یوځای نیولی دی او پلټنې ی ترې پیل کړي دي. د امجدالرحمن په خبره، تورخم د ګمرک په تاریخ کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې یو له سترو عملیاتو څخه دی، چې په تېرو ۱۵ ورځو کې د ګمرک چارواکو د تورخم په پوله د ۷۳ کروړه روپیو په ارزښت نشه يي توکي نیولي دي.

Leave a reply