ملکی صادرات د پرمختګ لپاره بنیادي حیثیت لري: وزیراعظم عمران خان

0
114

باغی ټي وي رپورټ
وزیراعظم عمران خان د دوشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي دي چې صنعتي پرمختګ او صادرات د هیواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره بنیادي رول لوبوي.

هغه وويل، د صنعتي پرمختګ پرته د يوه هېواد شتمني رامنځته کول ممکن نه دي او د یو هیواد صادارت ددې هیواد د اقتصاد مظبوطولو لپاره ډیر مهم رول لوبوي.
د اې پي پي رپورټ مطابق وزيراعظم دا خبره د پاك چين بزنس انوسټمنټ فورم د پرانستې دستورې ته د مشر مېلمه په توګه خطاب وكړه۔وزيراعظم په دې خبره افسوس وکړو چې په ٦٠ لسيزه کې پاکستان د صنعتي کيدو په لور روان ؤ خو د قومي کولو عمل د پرمختګ مخه ډب کړه.وزيراعظم ووئيل د نړۍ بېلا بېلو وړو هېوادونو د خپلو برآمداتو ظرفيت زيات كړے۔
ده ووئيل حكومت د آئي ټي سكټور ته مراعات وركړي دي او هم ددې وجهې په دوه كالو كښې ئې صادرات دوه چنده كړې۔چين او ترکيې ته په اشارې سره لومړي وزير وويل چې دوی د خپلو صنعتي او صادراتو وړتياوې زياتې کړي دي.هغه زیاته کړه، ترکیه د صادراتو په زیاتوالي سره خپل سوداګریز کسر له منځه وړی چې له امله یې خپل ناخالص تولید هم لوړ شوی دی.

Leave a reply