د وانا پریس کلب ټاکنې ترسره شوې، ظفر خان وزیر صدر وټاکل شو

باغی ټي وي رپورټ
ضلعي پريس کلب او انا 2022 کلنۍ انتخابات ترسره شو، په ټاکنو کې ظفر خان وزير صدر وټاکل شول او زرداد خان جنرل سيکرټري منتخب شوي دي۔
نورعلي وزير نائب صدر، مجيب الرحمان وزير مالیه سيکرټري، معراج خالد وزير جوائنټ سيکرټري او قسمت الله وزير پريس سيکرټري وټاکل شول. د پریس کلب 2022 کال کلیز انتخابات د عوامی نیشنل پارټۍ د مشر نورزمان وزیر او استاذ اویس تر نظارت لاندې د آئینی او قانونی طریقې سره سم ترسره شول. په دی موقع د پریس کلب نوی منتخب شوي صدر ظفر وزیر اوویل چی د ضلعی پریس کلب وانا د ټولو صحافیانو کور دی.نوي ټاکل شوي صدر زیاته کړه چې مونږ به د پریس کلب د ټولو محترمو غړو د حقونو لپاره په ګډه کار کوو.






