د پيښور او تورخم لویه لار د هرقسم ټریفک لپاره وتړل شوه

0
153

باغی ټي وي رپورټ
د لنډي کوتل خوګ خېلو ضلعې قومي مشرانو او خلکو او سياسي مشرانو لخوا د تورخم بارډر اين ايل سي چارواکو په ضد د احتجاج په مهال پاک افغان لويه لار تړلې شوې ده.

د لنډي کوتل د پاک افغان لویې لارې د تړلو په اړه د خوګي خېلو قوم مشرانو وایی چې د تورخم په پوله د این ایل سي ټرمینل د جوړولو کار دې ودرول شي او د ټولو غوښتنو تر پوره کېدو پورې به د پاک افغان لویه لار د احتجاج په توګه تړلې وي.
په تورخم کې د این ایل سي له اړخه یو بیان جاري شوې دې ، د این ایل سي یو ویاند د این ایل سي په ضد د ځینو عناصرو لخوا لګول شوي تورونه “بې اساسه، جعلي او ګمراه کوونکي بللي دي، د این ایل سي ویاند زیاتوي چې د خوګا خیل قوم مشرانو سره مو لیکلي معاهده کړې ده .

Leave a reply