لنډیکوتل بازار کې د خوګاخیل قوم مشرانو احتجاج کړې دې

0
134

باغي ټي وي رپورټ
نن د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل بازار باچاخان چوک کې د خوګا خیل قوم مشرانو یو احتجاجي مظاهره وکړه، د خوګا خیل قوم مشرانو معراج الدین شینواري، کلیم الله شینواري ، قاري نظیم ګل شینواري او یو شمیر نورو مشرانو ویناوې وکړې.

احتجاج کوونکو ته په وینا کې معراج الدین شینواري او نورو مشرانو اوویل چې په تورخم کې دوی ته په خپله زمکه غیرقانوني قبضه او ددې سیمې خلقو له لاسه روزګار اخستل قبول نه دي او دوی به دې لاریون ته دوام ورکړي ترڅو چې ددوی غوښتنې و نه منل شي.
هغوی اوویل چې هغه معاهده مونږ ته نه ده منظوره په کومه کې چې زمونږ زمکه په غیرقانوني توګه این ایل سي واخلي، هغوی اوویل چې د څه کسانو او این ایل سی ترمینځ معاهده مونږ ته قبوله نه ده.
مشرانو دا الزام هم ولګول چې په تورخم کې د ځایی خلقو د لاسه روزګار واخستل شول چې دا یوه ډیره د افسوس خبره ده ، هغوی اوویل چې دلته هیڅ کومه کارخانه یا بل روزګار نشته ، هغوی زیاته کړه چې په تورخم کې ځایی خلقو نه روزګار اخستل دي خلقو سره ظلم او ناانصافي ده.
په تورخم کې د این ایل سي له اړخه یو بیان مخې ته راغلې د این ایل سي یو ویاند د این ایل سي په ضد د ځینو عناصرو لخوا لګول شوي تورونه “بې اساسه، جعلي او ګمراه کوونکي بللي دي.
ترجمان واضحه کړه چې په 13 جولائي 2021 کې د خېبر ضلعې د ډپټي کمشنر په دفتر کې د خوګا خیل قبیلې مشرانو د بشپړ ملاتړ سره د نهه کسیزې کمیټې او د ریونیو فیډرل بورډ او این ایل سی ترمینځ یو جامع تړون لاسلیک کړو.

Leave a reply