د ۲۰۲۲ کال د محسود پریس کلب (رجسټرډ) انتخابات بشپړ شول، اشتیاق محسود صدر وټاکل شو

0
196

باغي ټي وي رپورټ
د تفصيلاتو ترمخه د محسود پريس کلب (رجسټرډ) کلنۍ انتخابات په کال 2022 کې سرته رسيدلي وو چې پکښې د پريس کلب ټولو غړو په متفقه توګه اشتياق محسود د صدر په توګه انتخاب کړے دے۔
د انتخاباتو د کمیټې د مشر حاجي خلیل په وینا په انتخاباتو کې د اشتیاق محسود په مقابل کې بل کاندید نه وو.
په دې موقع كابينه هم اعلان کړې شوې چې فاروق محسود سينئر نائب صدر، نصير اعظم محسود نائب صدر، حمزه محسود جنرل سيكرټري، جلال محسود جوائنټ سيكرټري، سکندر حيات محسود فنانس سيكرټري، رضوان محسود پريس سيكرټري او اسلم محسود افس سیکرټري وټاکل شول.
په دې موقع د پریس کلب پنځه کسیزه ګورنرنګ باډي هم جوړه شوه چې پکښې انور محسود، سعود محسود، منیر محسود، شاکر محسود او عبدالودود محسود شامل دي.

Leave a reply