ایران: د بلوڅ آزادي غوښتونکو یو مشر مو وژلی

ایران: د بلوڅ آزادي غوښتونکو یو مشر مو وژلی
سپاه پاسداران دا عملیات رهبري کول او ادعا کوي چې په دې عملیاتو کې شپږ بلوڅ وسله والو او درې د سپاه پاسداران وسله وال وژل شوي دي.
(2022 / 1 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران د بلوڅ مبارزینو د یوه مشر د وژلو ادعا کړې ده. ایران وایي چې په جنوب ختیځه برخه کې د سیستان بلوچستان په مربوطاتو کې یې د بلوڅ وسله والو پر مرکز پراخ عملیات کړي دي.
سپاه پاسداران دا عملیات رهبري کول او ادعا کوي چې په دې عملیاتو کې شپږ بلوڅ وسله والو او درې د سپاه پاسداران وسله وال وژل شوي دي.
بلخوا بلوڅ مبارزین بیا وايي چې غلام شه بخش په دې عملیاتو کې نه دی وژل شوی او د سپاه پاسداران ادعا بې بنسټه ده.
ایرانی حکومت وایي چې بخش د وسله والو مخالفینو مشري کوي او د هغو کسانو په ډله کې دی چې د ایراني حکومت تر تعقیب لاندې دي.
بلوچستان هغه پراخه سیمه ده چې د ایران او پاکستان له لوري قبضه شوې خو مبارزین یې له کلونو راهیسې له دواړو هېوادونو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره جګړې کوي.





