سور صلیب د اولسو روغتونونه مسؤلیت پۀ غاړه اخلي

سور صلیب د اولسو روغتونونه مسؤلیت پۀ غاړه اخلي
عامې روغتیا وزارت همدا راز وايي چې د روغتیایي خدماتو د پراختیا او پیاوړتیا په تړاو له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره په اړیکه کې دي او هڅه کېږي لا ډېرې مرستې او همکارۍ جذب کړل شي.
(2022 / 1 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نړیوال بنسټونه د افغانستان له روغتیايي سکتور سره مرسته کوي.
د افغانستان ا.ا وايي له نړیوالو بنسټونو په تېره له ملګرو ملتونو او سره صلیب نړیوالې ادارې سره په اړیکه کې دي څو له افغانستان سره په روغتیایي برخه کې خپلې مرستې ډېرې کړي.
د دغه وزارت د چارواکو په خبره تازه د سره صلیب نړیوالې کمېټې ژمنه کړې چې د افغانستان د اوولسو تخصصي روغتونونو د چلولو مسوولیت به اخلي.
د سرچینې په خبره یاده کمېټه به د دغه روغتونونو د شاوخوا لس زره پرسونل معاشونه ورکوي او په نورو برخو کې به مرسته ورسره کوي.
اړوند موضوعات:
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې پوره هڅه کوي افغانستان ته روغتیايي مرستې ورسوي
عامې روغتیا وزارت همدا راز وايي چې د روغتیایي خدماتو د پراختیا او پیاوړتیا په تړاو له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره په اړیکه کې دي او هڅه کېږي لا ډېرې مرستې او همکارۍ جذب کړل شي.





