یونسف خبر ورکړی چې پۀ تېره شل کلنه جګړه کې شاوخوا ۲۸ زره افغان ماشومان وژل شوي دي

0
160

یونسف خبر ورکړی چې پۀ تېره شل کلنه جګړه کې شاوخوا ۲۸ زره افغان ماشومان وژل شوي دي

یونسف همدا راز په ټوله نړۍ کې په تېره په جګړه ځپله هېوادونو کې د ماشومانو د حقونو پر نقض اندېښنه ښيي او وایي سلګونه زره داسې پېښې ثبت شوې چې په هغه کې د ماشومانو حقونه نقض شوي له همدې امله ټولو ته په کار ده چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره همکاري وکړي.

(2022 / 1 / 2  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په تېرو شپاړسو کلونو کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۸ زره ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې له ۲۰۰۵ کال بیا تر دې دمه شاوخوا ۲۸۵۰۰ ماشومانو ته په جګړو کې مرګ ژوبله اوښتې چې په ټوله نړۍ کې د جګړو له امله د وژل شوو ماشومانو تر ټولو لوړه سلنه ښيي.

سرچینه وایي افغانستان د پر له پسې کلونو لپاره د ماشومانو لپاره خونړۍ هېواد و او تمه لري چې له دې وروسته په دغه هېواد کې یاده شمېره صفر ته راښکته شي.

اړوند موضوعات: 

یونیسف: تېرو درې میاشتو کې مو ۱۴۰ زره افغان ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده 

Leave a reply