په تېر کال کې له یو میلیون ډېرو بې ځایه شویو افغانانو ته مرستې رسېدلي

0
80

په تېر کال کې له یو میلیون ډېرو بې ځایه شویو افغانانو ته مرستې رسېدلي

په ملګرو ملتونو کې د کډوالو چارو دغې ادارې تېره ورځ په یوه ټویټ کې د اروپايي ټولنې تر څنګ د جرمني، د امریکا متحدو ایالتونو، بریټانیا او نورو هېوادونو مننه کړې چې د دوی په همکارۍ له دغو کسانو سره مرسته شوې ده.

 

(2022 / 1 / 1  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په ملګرو ملتونو کې د کډوالو لویه کمېشنري وايي، د ګڼو هېوادونو په مرسته بریالي شوي چې په تېر ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغانستان کې د جګړو له لاسه له یو میلیون او یو لک بې ځایه شویو او زیان لیدونکو وګړو سره بشري مرسته وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د کډوالو چارو دغې ادارې تېره ورځ په یوه ټویټ کې د اروپايي ټولنې تر څنګ د جرمني، د امریکا متحدو ایالتونو، بریټانیا او نورو هېوادونو مننه کړې چې د دوی په همکارۍ له دغو کسانو سره مرسته شوې ده.

اړوند موضوعات: 

برېټانیا له ایران سره د افغان کډوالو لپاره ۲۰۷ میلونه ډالره مرسته اعلان کړه 

د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په هېواد کې د بې ځایه شویو شمېر نژدې یو میلیون دی، خو نورو سازمانونو دا شمېر تر دې زیات ښودلی دی.

Leave a reply