شاهین آفریدي د آیی سي سي د غوره لوبغاړي جایزه وګټله

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان محمد رضوان او شاهین افریدي په هغو څلورو لوبغاړو کې شامل دي چې د سر ګارفیلډ سوبرز ټرافي لپاره د ICC د کال غوره لوبغاړي جایزې لپاره د انګلستان جو روټ او د نیوزیلینډ کین ویلیمسن سره یوځای شوي دي.
د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) نن د روان کال د جایزو د لړۍ د یوې برخې په توګه نوماندان اعلان کړل. دي نیوز رپورټ مطابق شاهین افریدي د کرکټ په لوبغاړو کې یوازینی تیز بالر دی چې د دې جایزې لپاره شارټ لیست شوی دی.
شاهین افریدي د محمد رضوان نه پس یو بل پاکستانی کرکټر دی چې د کال د غوره لوبغاړي جایزه یې ګټلې ده. دې تیز بالر په ۲۰۲۱ کال کې په ۳۶ نړیوالو لوبو کې د ۲۲.۲۰ په اوسط سره ۷۸ ویکټې واخیستې او تر ټولو ښه توپ اچونه یې ۶/۵۱ وه. د ۲۰۲۱ کال T20 نړیوال جام کې د هند په ضد د افریدي تېز توپ اچونه په T20 کرکټ کې تر ټولو د یادولو وړ بال اچوونه وه.





