د هوایی ډزو د مخنیوي لپاره لارښوونه شوې ده

0
199

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا د پولیس اهلکارو او نورو افسرانو ته دنده سپارل شوې چې د نوي کال په رارسیدو سره د ممکنه هواي ډزو مخه ونیسي.د خیبر پښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل معظم جاه انصاري د پولیسو لوړ پوړو چارواکو ته لارښوونه کړې چې د هواي ډزو په وړاندې دې د پوهاوي کمپاین پیل کړي.

د پولیسو مشر د بیان مطابق نوموړي دغه هدايات د پيښور د مرکزي پوليس دفتر لخوا د صوبې لوړ پوړو پوليس چارواکو ته په يو ځانګړي سرکلر کې جاري کړل شوي دي.
دوی ته هدايات ورکړل شوي چې په دې کمپاين کې دې د ټولو منتخب نمائندګانو او د سيمې له مشرانو سره مرسته وکړي او ټول SDPOs او SHOs دې په دې کمپاين کې خپل رول ولوبوي، د ټولو جوماتونو علماء کرام دې له مبلغينو او په ځانګړې توګه د جمعې په خطبو کې په دې اړه خبرې وکړي چې خلق د هوایی ډزو څخه منع شی او دې بد عمل نه کرکه وکړي.

Leave a reply