اسلام آباد هایی کورټ اجازت ورکړې چې خلق دې د نوي کال په شپه خوند او مزې واخلي

0
108

باغي ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ (IHC) د نوي کال په شپه د آتش بازۍ د نه کولو او بندولو غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې دا یوازې دلته نه بلکې په ټوله نړۍ کې کیږي.

د مشرق رپورټ مطابق د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس جسټس اطهر من الله نن شپه 12 بجې (د نوي کال شپه) لپاره د جاري شوي اين او سي واپس اخستلو لپاره د یو وګړي د درخواست اوريدنه وکړه۔
جسټس اطهر من الله په دې مقدمه کې د ريمارکس ورکولو پر مهال وويل چې دا کار په سعودي عربستان کې هم شوى دى. اسلام اباد هائي کورټ کې وکيل وويل ډپټي کمشنر د 31م دسمبر د شپې لپاره اين او سي جاري کړی ده، جي ټي روډ هم ورسره دی، د آتشبازۍ اجازت دې ور نه کړې شي.
درخواست کوونکي زياته کړه چې د اسلام اباد په مهمو شاپنگ مالونو کې د 30 دقيقو لپاره د آتشبازۍ ښکار کېږي، په ګڼه ګوڼه کې خلک راځي چې له امله يې ټرافيکي ستونزې پيدا کېږي، ځوانان ون ويلنګ او نورې بېلابېلې چارې پيلوي.
محکمې د درخواست په اړه د موقف اورېدو وروستو عریضه غیرقانوني وبلله او وې ویل چې پریږدې چې خلق په دې شپه مزې او خوند واخلي.

Leave a reply