څلور ۴ پاکستاني سیکوریټي فورس اهلکار شهیدان شول
باغی ټي وي رپورټ
په ټانک او ميرعلي کښي د ترهګرو په ضد عملياتو کښي څلور سکيورټي اهلکار شهيدان شوي او د عملياتو په مهال دوه ترهګر هم وژل شوي دي۔
د آئي ايس پي آر د بیان ترمخه سکيورټي فورسز په ټانک کښي د ترهګرو د موجودګي په اطلاع باندي کاروائي وکړه، په کاروایی کې دوه ترهګر چې پیژندګلو ی د شاهزيب عرف ذاکر او دانيال په نومونو شوي ده هم وژل شوي دي. د آئي ايس پي آر له مخې د عملياتو په مهال د ترهګرو نه وسله او بارودي مواد هم ترلاسه شوي دي۔
دپوځ د عامو اړیکو محکمې وئيلي دي امنيتي ځواکونو دشمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې هم دتندلارو دموجوديت په اطلاع عمليات کړي دي، د بیان مطابق يو ترهه گر يې نيولى دى، د نيول شوي ترهه ګرو له قبضې څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.