د پنجاب صوبې ۳۰ ملیونه وګړي به د صحت کارت څخه ګټه پورته کړي: عمران خان
باغي ټي وي رپورټ
وزیر اعظم عمران خان د جمعې په ورځ د پنجاب صوبې وګړو ته د نوي پاکستان ملي روغتیا کارت ویش پیل کړل، د کارت د پنجاب هره کورنۍ د دې وړتیا ورکوي چې په کال کې په دولتي او شخصي روغتونونو کې تر یو ملیون روپو پورې علاج ترلاسه کړي.
د پرانستې دستورې ته خطاب كښې عمران خان د پنجاب وزيراعلي، د صحت وزير او په دې لړ كښې د ټول ټيم ستائنه وكړه او ويې ويل چې د پنجاب حكومت د پاكستان د يو اسلامي فلاحي رياست جوړولو لپاره د پلرونو د وژن مطابق کار کوی چې دا هیواد یو اسلامي فلاحي ریاست جوړ کړي.
د اي پي پي رپورټ مطابق وزیراعظم اوویل چې د دې پروګرام له مخې به 30 ميليونه كورنۍ د صحي بيمې له سهولت نه ګټه پورته كوي كوم به چې حكومت ته 400 اربه روپۍ لګښت راځي۔ ده ووئيل زمونږ پلرونو د پاكستان د يو اسلامي فلاحي رياست د جوړولو خوب ليدلے وو خو له بده مرغه په دې لاره پرمختګ نه شو كولې۔
لومړي وزير د مدینې ریاست ته د لومړي فلاحي رياست په توګه اشاره وکړه چې د خپلو اتباعو ټول اساسي ذمه واري يې سرته رسولې وه او ويې ويل چې له بده مرغه په اسلامي نړۍ کې داسې کوم رياست نه دی موندل شوی بلکې د سکنډيناويا ايالتونه دې ماډل ته نزدې وو.
هغه زیاته کړه چې د سکېنډيناويا ټول هېوادونه د پاكستان نه زيات وسائل نه لري خو د فلاحي رياست ماډل په خپلولو سره زيات په مخ تللي او خوشحال شوي دي۔