د پي ټي آیی وزیرانو مهمه غونډه شوې

باغي ټي وي رپورټ
د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر، صوبايي صدر او د دفاع وزیر پرویز خټک، د خیبرپښتونخوا ټولو وزیرانو او د قامي اسمبلۍ غړو د کورنیو چارو لپاره د پارلیماني سیکرټري حاجي شوکت علي په کور کې د ماښام ډوډۍ په مناسبت سره یوه مهمه غونډه تابیا شوې وه.
په دې موقع د پروېز خټک په مشرۍ كښې د صوبې په سياسي صورتحال او په نوې سياسي تګلاره خبرې وشوې۔
د ضلع خیبر تحصیل باړه حلقه این اې ۴۴ نه منتخب ایم این اې او د سیفران کمیټۍ پارلیماني سیکرټري اقبال آفریدی په خپل ټولنیزو رسنیو ددي په اړه بیان او تصویرونو خپاره کړي دي.
په غونډه کې ښکارې د مذهبي چارو وفاقي وزیر ډاکټر نور الحق قادري هم موجود دې.
په غونډه کې په بیله بیلو موضوعاتو او د پارټۍ په اړه یو شمیر نورو موضوعاتو او مسلو باندې هم ټینګار وشو.






