د ا.ا.ا: افغان هندوان بېرته افغانستان ته راستنېږي

د ا.ا.ا: افغان هندوان بېرته افغانستان ته راستنېږي
د ننګرهار والي اهل هنودو هېوادوالو ته د دوی د امنيت، خونديتوب او حقونو ته د پاملرنې ډاډ ورکړی او هېواد ته د بېرته راګرځيدو د ادعا شوې پرېکړې هر کلی او ستاينه يې کړې.
(2021 / 12 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په ننګرهار کې د اسلامي امارت چارواکي د دې ولايت د هندو باورانو له خولې وايي، چې ننګر هار ته له بهر څخه اهل هنود هېوادوال بېرته راستنیږي.
دا خبره د ننګرهار والي مزمل سره د ليدنې پر مهال جلال اباد ښار کې د اهل هنودو هېوادوالو کلانتر جسبير سنګهـ حکيم زاده کړې ده.
سرچينه وايي، چې دغه هندوان او کورنۍ به یې ډير ژر له بهر څخه بېرته هېواد ته را ستنې شي.
د طالبانو په اعلامیه کې د هندو باورو په حواله ویل شوي، چې د اسلامي امارت له تېرې واکمنۍ هم ښې خاطرې لري او غواړي پاتې ژوند هم په خپل هېواد کې تېر کړي.
اړوند موضوعات:
د ملګرو ملتونو د راپور پۀ اساس سږکال ۵۰۰ زره افغانان ایران ته کډوال شوي دي
د ننګرهار والي اهل هنودو هېوادوالو ته د دوی د امنيت، خونديتوب او حقونو ته د پاملرنې ډاډ ورکړی او هېواد ته د بېرته راګرځيدو د ادعا شوې پرېکړې هر کلی او ستاينه يې کړې.





